هلمند کې ۴۳ ترهګر طالبان ووژل شول

jamil-moi
دوشنبه ۱۴۰۰/۴/۲۱ - ۱۷:۵۸
5

ترهګرو طالبانو د هلمند ولایت د مرکز لښکرګاه ښار او همدارنګه د کجکي او نهرسراج ولسوالیو په اړوند سیمو کې د امنیتی او دفاعی پر پوستو بریدونه کړي، چې د ملي امنیتي ځواکونو له کلک ځوابیه غبرګون سره مخ شوي او په ترڅ کې یې د ترهګرو طالبانو د مخکښ قوماندان غلام حضرت په ګډون ۴۳ ترهګر طالبان وژل شوي او ۵ نور ټپيان دي.
د دې نښتو پر مهال د ترهګرو طالبانو ګڼ ماینونه چې د عامه تاسیساتو د ورانولو او همدارنګه د ملکي مرګ ژوبلې په پار یې ځای پر ځای کړي وو، کشف او شنډ شوي دي.
د یادونې وړ ده چې په دې نښتو کې د ترهګرو طالبانو یو اندازه وسلې او تجهیزات هم ترلاسه شوي دي.