کابل او لوګر کې څلور تنه له ترهګرو طالبانو سره د همکارۍ په تړاو ونیول شول

د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو د کابل او لوګر ولایتونو په اړوند سیمو کې د دوه جلا هدفمند عملیاتو په ترڅ کې څلور تنه له ترهګرو طالبانو سره د همکارۍ په تړاو نیولي دي.
د یادو کسانو له ډلې؛ د کابل په قره باغ ولسوالۍ کې درې تنه او همدارنګه د لوګر په محمداغه ولسوالۍ کې هم یو کس نیول شوي دي.
له دې کسانو څخه یوه قبضه تومانچه او یو اندازه مهمات هم ترلاسه شوي دي.