لوی پاسوال محمد سالم احساس د کندهار د نوي امنیه قوماندان په توګه وټاکل شو

hakimi-moi
پنجشنبه ۱۴۰۰/۴/۱۷ - ۱۶:۴۹
1

نن د کورنیو چارو د سرپرست وزیر جنرال عبدالستار میرزکوال له لوري د کندهار والي الحاج روح الله خانزاده په حضور کې، لوی پاسوال محمد سالم احساس د کندهار د نوي امنیه قوماندان په توګه معرفي شو.
په دې غونډه کې جنرال عبدالستار میرزکوال وویل، تغییر او تبدیل د ښې حکومتولۍ یو اصل دی او په همدې موخه نن لوی پاسوال محمد سالم احساس د کندهار د نوي امنیه قوماندان په توګه معرفي او د مسوولیت پر څوکۍ کښېنول شو.
د کورنیو چارو وزارت سرپرست همداراز څرګنده کړه چې ښاغلی احساس په نظامي برخه کې ډېره تجربه لري او د وضعیت په کنترول او ښه مدیریت کې به ډېر ګټور تمام شي.
د یادونې وړ ده چي لوی پاسوال محمد سالم احساس یو باتجربه او مسلکي جنرال دی، چې تر دې مخکې یې د کندهار د امنیت امر، د پولیسو د ۴۰۴ میوند زون قوماندان، د کابل امنیه قوماندان او د کورنیو چارو وزارت د معین په توګه دندې ترسره کړې دي.