خوست کې یو موټربم کشف او شنډ شو

نن سهار د خوست ولایت د دویمې امنیتي حوزې په اړوند سیمو کې یو موټربم کشف او شنډ شو.
ترهګرو په یوه فیلډر ډوله موټر کې چاودېدونکي توکي ځای پر ځای کړي وو او غوښتل یې چې په خوست ښار کې خونړۍ ترورېستي پېښه ترسره کړي، چې د پولیسو لخوا پر وخت کشف او شنډ شوی دی.