کابل او فاریاب کې له څلورو ماین چاودنو مخنیوی شوی
![8](/sites/default/files/2021-06/195807888_2030309530440267_1043294154722777605_n.jpg)
ملي پولیسو د کابل او فاریاب ولایتونو په اړوند سیمو کې د څو جلا عملیاتو په ترڅ کې له څلورو ماین چاودنو مخنیوی کړی دی.
د یادو ماینونه له منځه؛ د کابل ولایت د بګرامي ولسوالۍ په نیازي کلي کې یو کړۍ ماین او همدارنګه د فاریاب ولایت د مرکز په قطور کلي کې په یوه استوګنیز کور کې هم درې کړۍ ماینونه د ترورېستي پېښو د سازماندهي په موخه ساتل شوي وو.
د ترورېستي پېښو طرحه او سازماندهي او همدارنګه د سړک غاړې ماینونو ځای پر ځای کول او ځانمرګي بریدونه د ترهګر طالبانو معموله چاره ده او دا کړنه یې د ملکي مرګ ژوبلې اصلي لامل دی.