لوګر کې د ترهګرو طالبانو د کلیدي غړي ملا قاطع په ګډون اوو طالبانو ته مرګ ژوبله واوښته

jamil-moi
شنبه ۱۴۰۰/۲/۱۸ - ۹:۵۹
۸

په لوګر ولایت کې د هېواد د ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو او ترهګرو طالبانو تر منځ نښته کې د یادې ډلې د یوه ډلمشر ملا قاطع کلنګاري په ګډون د دې ډلې اوو نورو غړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
یاده نښته هغه مهال رامنځته شوه، چې ترهګرو طالبانو تېره ورځ د لوګر ولایت د مرکز په سرسنګ سیمه کې پر ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو برید وکړ.
په دې نښته کې څلور ترهګر طالبان وژل شوي او درې نور ټپیان دي.