کابل، لوګر او کندوز کې څلور تنه له ترهګرو طالبانو سره د همکارۍ او همدارنګه د هدفي وژنو د سازماندهي په تړاو ونیول شول

jamil-moi
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۲/۱۴ - ۱۱:۳۵
6

د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو د کابل، لوګر او کندوز ولایتونو په اړوند سیمو کې د درېیو جلا اوپراتیفي عملیاتو په ترڅ کې څلور تنه له ترهګرو طالبانو سره د همکارۍ او همدارنګه د هدفي وژنو د سازماندهي په تړاو نیول شوي دي.
د یادو کسانو له ډلې؛ د کابل ښار په پینځمه حوزه کې یو کس له طالبانو سره د همکارۍ، د لوګر ولایت په محمداغې ولسوالۍ کې هم یو کس او همداراز د کندوز ښار په پینځمه حوزه کې دوه تنه د هدفي وژنو په تړاو له یوې قبضې تومانچې او یو اندازه مهماتو سره یو ځای نیول شوي دي.