کابل او فاریاب کې له دوه خونړیو پېښو چې موخه یې لمونځ کوونکي وو، مخنیوی شوی

jamil-moi
پنجشنبه ۱۴۰۰/۲/۹ - ۱۱:۴
۷

ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو په کابل او فاریاب ولایتونو کې دوه کړۍ ماینونه چې موخه یې د تراوېح لمونځ کوونکي وو، کشف او شنډ کړي دي.
ترهګرو طالبانو تېره شپه د کابل ښار د اتمې ناحیې د شاه‌شهید سیمې په درېیم سړک کې یو کړۍ ماین ځای پر ځای کړی و او غوښتل یې د یادې سیمې لمونځ کوونکي په نښه کړي، چې د ملي پولیسو له لوري پر وخت کشف او شنډ شوی دی.
بلخوا؛ ملي اردو او ملي پولیسو هم تېره شپه د فاریاب ولایت په شرین تګاب ولسوالۍ کې یو کړۍ ماین چې موخه یې یې د تراوېح لمونځ کوونکي وو او په جومات کې یې دننه ځای پر ځای کړی و، کشف او شنډ کړی دی.