خوست کې درې طالبان د خپل لاسي ماین د چاودنې له امله وژل شوي او د هېواد په څلورو ولایتونو کې له ۱۱ ماین چاودنو مخنیوی شوی
د نیمروز، غزني، کندوز او لوګر ولایتونو د پولیسو منسوبینو د ترهګرو طالبانو له ۱۱ ماین چاودنو چې د ملکي مرګ ژوبلې په پار یې ځای پر ځای کړي وو، مخنیوی کړی دی.
د یادو ماینونو له منځه؛ په نیمروز کې اوه ماینونه، غزني کې دوه ماینونه، کندوز کې یو ماین او لوګر کې هم یو کړۍ ماین کشف او شنډ شوي دي.
په همدې حال کې؛ د خوست ولایت په صبرۍ ولسوالۍ کې هم درې ترهګر طالبان تېره شپه د خپل لاسي ماین د چاودنې له امله وژل شوي دي.