د کورنیو چارو سرپرست وزیر مسوولینو ته لارښوونه وکړه څو د پولیسو د شهیدانو د حقوقو او امتیازاتو د ورکړې بهیر ګړندی کړي
د کورنیو چارو سرپرست وزیر حیات الله حیات نن له غرمې مخکې د یاد وزارت د شهیدانو او معلولینو ریاست او همدارنګه د مالي او بودیجې ریاست له مسوولینو سره وکتل او دوی ته یې لارښوونه وکړه، څو د پولیسو شهیدانو د حقوقو او امتیازاتو د ورکړې بهیر له چټک کړي.
ښاغلي حیات مسوولینو ته په ټینګار سره یادونه وکړه، چې په دې برخه کې هېڅ ډول تعلل د منلو ندی.
د کورنیو چارو سرپرست وزیر وویل، چې د پولیسو شهیدانو د عامه امن او نظم په برخو کې قربانۍ ورکړې او د دې ځواکونو اړتیاوو او ستونزو ته رسېدنه د کورنیو چارو وزارت د مشرتابه لومړیتوب دی، چې د یادو ځواکونو د حقوقو او امتیازتو پر وخت رسېدنه د دې لومړیتوب یوه مهمه برخه ده.