د کورنیو چارو سرپرست وزیر په افغانستان کې د هالنډ هېواد له شارژدافیر سره وکتل

jamil-moi
یکشنبه ۱۴۰۰/۱/۲۹ - ۹:۴۰
9

د کورنیو چارو سرپرست وزیر حیات الله حیات په خپل کاري دفتر کې په افغانستان کې د هالنډ هېواد له شارژدافیر ښاغلي سي سي روېلز سره د کتنې پر مهال - له افغان ملي پولیسو سره په بېلابېلو برخو کې د دغه هېواد له مرستو مننه وکړه او د همکاریو پر لا دوام یې ټینګار وکړ.
ښاغلي روېلز هم د ملي پولیسو د وړتیا او زړورتیا ستاینه وکړه او ډاډ یې ورکړ چې هېواد به یې په بېلابېلو برخو کې د افغان ملي پولیسو ملاتړ ته دوام ورکوي. 
د یادونې وړ ده چې هالنډ هېواد د پولیسو د ظرفیت لوړونې، ښوونې او روزنې، د پولیسو په لیکو کې له فساد څخه د مخنیوي او یو شمېر نورو برخو کې له کورنیو چارو وزارت سره همکاري کوي.