په شپږو ولایتونو کې ۱۰ تنه د نشه يي توکو د پلور او قاچاق په تړاو ونیول شول

jamil-moi
یکشنبه ۱۳۹۹/۱۲/۳ - ۹:۴۱
7

د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې منسوبینو د کابل، بلخ، نیمروز، ننګرهار، خوست او لغمان ولایتونو په اړوند سیمو کې د څو جلا اوپراتیفي عملیاتو په ترڅ کې ۱۰ تنه د نشه يي توکو د پلور او قاچاق په تړاو نیولي دي.
د یادو کسانو له ډلې؛ کابل کې څلور تنه، بلخ کې یو کس، نیمروز کې دوه تنه، ننګرهار کې یو کس، خوست کې یو کس او همدارنګه لغمان کې هم یو کس له یو اندازه تریاکو، چرسو، ښيښه، هیرویینو او ۲۶۲۵۵ قرصه "کا" نشه کوونکو تابلېتونو سره یو ځای نیول شوي دي.