جوزجان، کندهار او پکتیکا کې له درېیو خونړیو پېښو مخنیوی شوی
![8](/sites/default/files/2021-02/142207538_1922997064504848_3667428853608201088_o_12.jpg)
ملي پولیسو په جوزجان، کندهار او پکتیکا ولایتونو کې د څو جلا عملیاتو په ترڅ کې له درېیو ماین چاودنو مخنیوی کړی دی.
ترهګرو یاد ماینونه په تازهګۍ سره د جوزجان ولایت د قوشتپه ولسوالۍ د سړک پر مسیر، د کندهار ښار د پنځمې حوزې په اړوند سیمو کې او همدارنګه د پکتیکا ولایت د اورګون ولسوالۍ د سړک پر لاره ځای پر ځای کړي وو.
د سړک غاړې ماینونو ځای پر ځای کول او ځانمرګي د ترهګرو طالبانو متداول او معمول کار دی او دا کړنه جنګي جنایت شمېرل کېږي.