ننګرهار کې یو اندازه نشه کوونکي تابلېتونه، چرس او الکولي څښاک کشف او ترلاسه شول

د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې منسوبینو د ننګرهار ولایت د مرکز جلالاباد ښار په اړوند سیمو کې پر یوه استوګنیز کور یو لړ هدفمند عملیات ترسره کړي، چې په پایله کې یې ۴۲۲۵ قرصه "کا" نشه کوونکي تابلېتونه، یو کیلوګرامه چرس، یو اندازه الکولي څښاک او همدارنګه د نشه يي توکو د پلور له درکه ۱۵۸۰۰۰ افغانۍ نقدې پیسې ترلاسه شوې دي.
د یادونې وړ ده چې د دې قضیې په تړاو یو کس نیول شوی دی.