لوګر کې درې ترهګر طالبان ونیول شول

د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو د لوګر ولایت د مرکز پل علم ښار په اړوند سیمو کې د ترهګرۍ ضد دوه جلا عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې يې درې ترهګر طالبان نیولي دي.
له یادو کسانو څخه یو میل کلاشینکوف او یو اندازه مهمات هم ترلاسه شوي دي.
د یادونې وړ ده چې د نیول شویو کسانو نسبتي دوسیې تر لومړنیو څېړنو وروسته اړونده بنسټ ته سپارل شوې دي.