کابل کې ۲۳ تنه د جنايي جرمونو په تړاو ونیول شول

jamil-moi
شنبه ۱۳۹۹/۱۰/۱۳ - ۱۲:۲۹
8

د کابل پولیسو د تېرو ۴۸ ساعتونو په لړ کې د کابل ولایت په اړوند سیمو کې د څو بېلو اوپراتیفي عملیاتو په ترڅ کې ۲۳ تنه د جنايي جرمونو په تړاو نیولي دي.
یاد کسان د کابل ښار د دویمې، شپږمې، اتمې، نهمې، یوولسمې، دولسمې، دیارلسمې او شپاړلسمې ناحیو او همدارنګه د ده سبز ولسوالۍ په اړوند سیمو کې د عامه امن او نظم د اخلال، شکونې، ژوبلې، د نشه يي توکو د پلور، وسله والو غلاو او د موبایل د غلا په تړاو تر پېژندنې وروسته نیول شوي دي.
له نیول شویو کسانو څخه شپږ میله وسلې، دوه قبضې برچې او همداراز یوه قبضه بوکس پنجه هم ترلاسه شوې دي.