پکتیا او اروزګان کې ۵۰۰ کیلوګرامه چرس کشف او ترلاسه شول
د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې منسوبینو سره یو ځای د پکتیا ولایت په میرزکه ولسوالۍ کې یو لړ هدفمند عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې يې ۲۰۰ کیلوګرامه چرس کشف او ضبط کړي دي.
بلخوا؛ د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې منسوبینو په اروزګان ولایت کې هم د ځینو عملیاتو په پایله کې ۳۰۰ کیلوګرامه چرس کشف او ترلاسه کړي دي.
په پکتیا او اروزګان ولایتونو کې د نشه يي توکو د ترلاسه شویو محمولو په تړاو تر اوسه څوک ندي نیول شوي، خو د پولیسو څېړنې روانې دي.
په همدې حال کې؛ د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې منسوبینو د ننګرهار او سمنګان ولایتونو په اړوند سیمو کې هم د دوه بېلو عملیاتو په ترڅ کې درې تنه د نشه يي توکو د پلور په تور له یو اندازه هیرویینو، ښيښه او چرسو سره یو ځای نیولي دي.