د پولیسو د څو جلا عملیاتو په ترڅ کې ۱۶ تنه د جنايي جرمونو په تړاو ونیول شول

hakimi-moi
شنبه ۱۳۹۹/۹/۲۹ - ۱۵:۴۰
1

د هرات پولیسو د اتو بېلو عملیاتو په پایله کې ۱۶ تنه د جنايي جرمونو په ځانګړې توګه د وژنې، وسله والو غلاو او د نشه يي توکو د پلور په تړاو نیولي دي.
یاد کسان د تېرو ۲۴ ساعتونو په لړ کې د هرات ښار او ولسوالیو په اړوند سیمو کې له پنځو قبضو تومانچو، درې عرادې موټرو، څلور عرادو موټرسایکلونو او یو اندازه پيسو او نشه يي توکو سره یو ځای نیول شوي دي.
د نیول شویو کسانو نسبتي دوسیې تر لومړنیو څېړنو وروسته اړونده بنسټ ته سپارل شوې دي.