کابل او کندهار کې د نشه يي توکو شپږ قاچاقبران ونیول شول

jamil-moi
شنبه ۱۳۹۹/۹/۲۹ - ۱۳:۳۳
7

د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې منسوبینو د کابل په حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر کې د نشه يي توکو دوه قاچاقبران چې نشه يي توکي يې د کپسول په بڼه په خپلو ګېډو کې ځای پر ځای کړي وو او همداراز د ارغندې چوک دروازې ته نږدې د نشه يي توکو درې نور قاچاقبران چې غوښتل یې اته کیلوګرامه چرس قاچاق کړي، نیولي دي.
په همدې حال کې؛ د کندهار ښار د اتمې ناحیې په اړوند سیمو کې یادو ځواکونو یو بل کس له پنځه کیلوګرامه "هیرویینو او ښيښه" سره یو ځای نیولی دی.