د حرفوي غلو درې کسیزه ډله چې په کندوز ښار کې یې د جنايي جرمونو په تېره بیا د وژنې او وسله والو غلاو په سازماندهي کې فعال نقش درلود، متلاشي شوه

jamil-moi
شنبه ۱۳۹۹/۹/۲۹ - ۱۱:۳۸
7

د کندوز پولیسو د ملي پولیسو د ځانګړو ځواکونو په همکارۍ د حرفوي غلو درې کسیزه ډله چې د کندوز ښار په اړوند سیمو کې یې د جنايي جرمونو په ځانګړې توګه د وژنې او وسله والو غلاو په سازماندهي کې فعال نقش درلود، د یو لړ چټکو او پر وخت اوپراتیفي عملیاتو په پایله کې متلاشي کړې ده.
یادې ډلې تېره شپه غوښتل چې د کندوز ښار د لومړۍ حوزې په اړوند چهارطاق سیمه کې په یوه بل جنایت لاس پورې کړي، چې له امنیتي ځواکونو سره نښتې او له امله یې دوه غله وژل شوي او بل یې په ټپي حالت کې نیول شوی دی.
د یادونې وړ ده چې له نیول شویو کسانو څخه دوه میله کلاشینکوفونه او یو اندازه نظامي تجهیزات هم ترلاسه شوي دي.