هلمند کې یو کس د هدفي وژنو په تړاو ونیول شو
![1](/sites/default/files/2020-12/129916164_1886206148183940_6143624394820765585_n_0.jpg)
د هلمند ولایت د امنیه قوماندانۍ منسوبینو د مرکز لښکرګاه ښار په اړوند سیمو کې یو ترهګر بریدګر نیولی دی.
یاد کس هغه مهال ونیول شو، چې غوښتل یې د لښکرګاه ښار د دویمې امنیتي حوزې په اړوند سیمو کې یو دولتي کارکوونکی ترور کړي، چې موخې ته تر رسېدو دمخه د پولیسو لخوا پر وخت نیول شوی دی.
له نیول شوي بریدګر څخه دوه قبضې تفنګچې، یو عراده موټرسایکل، یو سیټ موبایل او یو اندازه نور مهمات هم ترلاسه شوي دي.
د یادونې وړ ده چې دې کس خپل جرم منلی دی.