کابل پولیسو ۲۱ تنه د جنايي جرمونو په تړاو ونیول

jamil-moi
پنجشنبه ۱۳۹۹/۹/۲۰ - ۹:۲۲
9

د کابل ولایت د امنیه قوماندانۍ منسوبینو د کابل ښار او ولسواليو په اړوند سیمو کې د څو جلا عملیاتو په ترڅ کې ۲۱ تنه د جنايي جرمونو په تړاو نیولي دي.
یاد کسان د کابل ښار د څلورمې، پنځمې، شپږمې، اومې، اتمې، لسمې، یوولسمې او شپاړلسمې ناحیو او همدارنګه د چهاراسیاب، شکردرې او بګرامي ولسوالیو په اړوند سیمو کې د غلا، ژوبلې، د غیرقانوني وسلو د لېږدونې، د پلېټ نمبرونو د غلا، جعل او تذویر، اخلاقي جرمونو، د نشه يي توکو د پلور، د عامه  امن او نظم د اخلال، شکونې او د څارنوالۍ د قرار له مخې تر پېژندنې وروسته نیول شوي دي.
هېره دې نه وي، چې له نیول شویو کسانو څخه درې میله وسلې او یوه عراده غلا شوې واسطه هم ترلاسه شوې ده.