د هېواد په درېیو ولایتونو کې ۱۱ تنه د وژنې او غلا په تړاو ونیول شول

jamil-moi
شنبه ۱۳۹۹/۸/۱۰ - ۱۳:۵۶
5

د ملي پولیسو منسوبینو د بلخ، بغلان او پروان ولایتونو په اړوند سیمو کې د څو جلا عملیاتو په ترڅ کې ۱۱ تنه د جنايي جرمونو په تړاو نیولي دي.
د یادو کسانو له منځه؛ په بلخ ولایت کې دوه تنه د وژنې قضیې او همدارنګه د حرفوي غلو درې کسیزه ډله چې له څه مودې راهیسې د پولیسو تر څار لاندې وه – د وسله والو غلاو او د موټر د غلا په ګڼو قضیو کې یې هم لاس درلود، له دوه قبضې تفنګچو او یو عدد چاقو سره؛ په بغلان ولایت کې یو کس د وژنې د قضیې او همداراز په پروان ولایت کې هم د وژنې د یوې پېښې په تړاو پنځه تنه نیول شوي دي.
د نیول شویو کسانو نسبتي دوسیې تر لومړنیو څېړنو وروسته اړونده بنسټ ته سپارل شوې دي.
د ملي پولیسو منسوبین د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې په برخه کې په جدي توګه کار کوي او د ښاریانو د امنیت ټینګولو په برخه کې به له هېڅ راز هڅو ډډه ونه کړي.
له خپلو پولیسو سره همکار اوسئ.