کابل کې شپږ تنه د نشه يي توکو د پلور او قاچاق په تړاو ونیول شول

د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې منسوبینو د امنیتي میثاق پر بنسټ په کابل ښار او ولسوالیو کې د پنځو جلا عملیاتو په ترڅ کې شپږ تنه د نشه يي توکو د پلور او قاچاق په تړاو نیولي دي.
یاد کسان د تېرو ۴۸ ساعتونو په لړ کې د کابل ښار د څلورمې، نهمې او یوولسمې حوزو او همدارنګه د بګرامي ولسوالۍ په اړوند سیمو کې له څه باندې اوه کیلوګرامه چرسو سره یو ځای نیول شوي او نسبتي دوسیې یې اړونده بنسټونو ته سپارل شوې دي.
همدارنګه؛ دې ځواکونو د کابل ښار د اتمې امنیتي حوزې له اړوند طلايي ښارګوټي او کارتې نو تپې سیمو څخه په نشه يي توکو ۱۵۰ تنه روږدي راټول او د درملنې په موخه یې روغتون ته لېږدولي دي.