سمنګان کې د دوه انسان تښتوونکو په ګډون پنځه تنه د جنايي جرمونو په تړاو ونیول شول

jamil-moi
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۷/۲۹ - ۱۱:۱۴
6

د سمنګان ولایت د امنیه قوماندانۍ منسوبینو د یاد ولایت په اړوند سیمو کې د څو کشفي عملیاتو په ترڅ کې پنځه تنه د بېلابېلو جنايي جرمونو په ځانګړې توګه د انسان تښتونې، وژنې او د غیرقانوني وسلو د لېږدونې په تړاو نیولي دي.
د سمنګان ولایت د حضرت سلطان ولسوالۍ په اړوند سیمو کې تېره شپه دوه کسانو غوښتل یو کس وتښتوي، چې د جرم پر مهال د پولیسو لخوا پېژندل شوی او تر لنډې نښتې وروسته له دوه میله وسلو سره یو ځای نیول شوي او تښتول شوی کس یې هم له منګولو ژغورل شوی دی.
همداراز؛ د دره صوف بالا ولسوالۍ په اړوند سیمو کې هم یو کس د قتل او غلا او د سمنګان – بلخ لویې لارې پر مسیر دوه تنه د غیرقانوني وسلو د لېږدونې په تړاو له دوه قبضو تفنګچو سره نیول شوي دي.
د یادونې وړ ده چې د دې کسانو نسبتي دوسیې تر لومړنیو څېړنو وروسته اړونده بنسټ ته سپارل شوې دي.