ننګرهار کې یو کس د وسلو د قاچاق په تړاو ونیول شو

د ننګرهار ولایت د امنیه قوماندانۍ منسوبینو د یاد ولایت په اړوند سیمو کې ځینې هدفمند کشفي عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې يې یو کس د وسلو د قاچاق په تړاو نیولی دی.
یاد کس ۵۱ قبضې تفنګچې او دوه میله کلاشینکوفونه په یو عراده کرولا ډوله موټر کې په ځیرک ډول ځای پر ځای کړي وو، چې هدف ته له رسېدو مخکې د ننګرهار ولایت په مهمند درې ولسوالۍ کې تر پېژندنې وروسته نیول شوی دی.
د نیول شوي کس نسبتي دوسیه تر لومړنیو څېړنو وروسته اړونده بنسټ ته سپارل شوې ده.