کابل کې د نشه يي توکو څلور قاچاقبران له ۷۹ کیلوګرامه هیرویینو سره ونیول شول

jamil-moi
شنبه ۱۳۹۹/۷/۲۶ - ۹:۴۰
7

د حامد کرزي د نړیوال هوايي ډګر د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې منسوبینو د نشه يي توکو درې قاچاقبران چې یو اندازه هیرویین یې په ښځینه کالیو کې په ځیرک ډول ځای پر ځای کړي وو او غوښتل یې بهر ته یې قاچاق کړي، تر پېژندنې وروسته نیولي دي.
همداراز؛ د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې ځانګړو ځواکونو د کابل ښار د اتمې ناحیې په اړوند کارتې‌نو سیمه کې پر یوه استوګنیز کور هدفمند عملیات ترسره کړي، چې په پایله کې يې د یادو قاچاقبرانو یو بل همکار هم نیولی دی.
د یادونې وړ ده چې له نیول شویو قاچاقبرانو څخه ۷۹ کیلوګرامه هیرویین هم کشف او ترلاسه شوي دي.