په سرپل او نیمروز کې له درېیو ماین چاودنو مخنیوی شوی
د ملي پولیسو منسوبینو په سرپل او نیمروز ولایتونو کې د ترهګرو طالبانو د درېیو ځای پر ځای شویو ماینونو له چاودنې مخنیوی کړی دی.
ترهګرو یاد ماینونه په تازهګۍ سره د سرپل ولایت د مرکز په اړوند "کورک عربیه" سیمې پر سړک او همدارنګه د نیمروز ولایت د دلارام ولسوالۍ په اړوند سیمو کې د ترورېستي پېښو په موخه ځای پر ځای کړي وو.
د سړک غاړې ماینونو ځای پر ځای کول او د ځانمرګو بریدونو سازماندهي د ترهګرو طالبانو د ترهګریزو کړنو مداوم چاره ده او تر ټولو زیاته مرګ ژوبله یې ملکي خلکو ته اوښتې ده.