د هېواد په درېیو ولایتونو کې څلور تنه د قتل او د وسلو د لېږد په تړاو ونیول شول

jamil-moi
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۷/۱ - ۱۱:۴۰
7

د هرات، پروان او تخار ولایتونو د امنیه قوماندانیو منسوبینو په یادو ولایتونو کې د څو بېلو عملیاتو په ترڅ کې څلور تنه د قتل او وسلو د لېږد په تړاو نیولي دي.
د دې کسانو له منځه؛ د هرات ښار په پنځمه ناحیه کې دوه تنه د غیرقانوني وسلو د لېږدونې او د عامه امن او نظم د اخلال په تړاو له یو میل تفنګچې او یو عراده موټرسایکل سره، د پروان ولایت په جبل السراج ولسوالۍ کې یو کس د قتل او همدارنګه د تخار ولایت په فرخار ولسوالۍ کې هم یو کس د قتل په تور نیول شوي دي.