لوګر کې د مهماتو او چاودېدونکو توکو یوه زېرمه کشف او ترلاسه شوه

jamil-moi
پنجشنبه ۱۳۹۹/۶/۲۷ - ۱۰:۱۳
5

د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو د لوګر ولایت په محمداغې ولسوالۍ کې ځینې هدفمند عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې يې د مهماتو او چاودېدونکو توکو یوه زېرمه کشف او ترلاسه کړې ده.
له یادې زېرمې څخه ۴۷ ډزه د هاوان ګولۍ، پنځه ډزه د توپ ګولۍ، د سرګلولې ۱۵ ډزه درنې ګولۍ، یو ډز د توغندي ګولۍ، اوه کیلوګرامه چاودېدونکي توکي، شپږ کړۍ ماینونه او یو اندازه نظامي تجهیزات ترلاسه شوي، چې ترهګرو غوښتل له دې توکو څخه په ګټې اخیستنې سره ترهګریز بریدونه طرحه کړي.
پدې عملیاتو کې د مهماتو د کشف سربېره، پنځه ترهګر هم وژل شوي دي.