د هېواد په درېیو ولایتونو کې ۱۱ تنه د نشه يي توکو د پلور او قاچاق په تړاو ونیول شول

moi-af
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۶/۲۵ - ۱۳:۳۳
d

د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې منسوبینو د کابل، نیمروز او تخار ولایتونو په اړوند سیمو کې د څو جلا کشفي عملیاتو په ترڅ کې ۱۱ تنه د نشه يي توکو د پلور او قاچاق په تړاو نیولي دي.
د یادو کسانو له ډلې؛ د کابل د حامد کرزي په نړیوال هوايي ډګر کې دوه تنه چې څه باندې یو کیلوګرام هیرویین یې په خپلو ګېډو کې ځای پر ځای کړي وو او غوښتل یې له هېواده بهر یې قاچاق کړي، د نیمروز ولایت په مرکز زرنج ښار کې د نشه يي توکو اته تنه پلورونکي او همدارنګه د تخار ولایت په تالقان ښار کې هم یو کس چې د ۴۲ کیلوګرامه هیرویینو په قاچاق په تورن و او له څه مودې راهیسې د پولیسو تر څار لاندې و، نیول شوي دي.
د نیول شویو کسانو نسبتي دوسیې تر لومړنیو څېړنو وروسته اړونده بنسټ ته سپارل شوې دي.