ننګرهار کې درې تنه د نشه يي توکو او وسلو د قاچاق په تړاو ونیول شول

jamil-moi
یکشنبه ۱۳۹۹/۶/۲۳ - ۱۰:۰
6

د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو د ننګرهار ولایت په سپین غر ولسوالۍ کې د دوه بېلو هدفمند عملیاتو په ترڅ کې درې تنه د نشه يي توکو او وسلو د قاچاق په تړاو نیولي دي.
له یادو کسانو څخه ۱۲۵ بستې تریاک، ۳۰ بستې او ۲۹ کیلوګرامه چرس، ۱۲ کړۍ ماینونه، دوه میله کلاشینکوفونه او یو اندازه مهمات هم ترلاسه شوي دي.
د دې کسانو نسبتي دوسیې تر لومړنیو څېړنو وروسته اړونده بنسټ ته سپارل شوې دي.