تخار کې د عامه خدمتونو اوه تنه موظفین د نشه يي توکو د قاچاق په تړاو ونیول شول

jamil-moi
چهارشنبه ۱۳۹۹/۶/۱۹ - ۱۴:۲۶
5

د تخار ولایت د امنیه قوماندانۍ منسوبینو په کلفګان ولسوالۍ کې د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې د عامه خدمتونو اوه تنه موظفین چې غوښتل یې ۲۷ پاکټه هیرویین قاچاق کړي، نیولي دي.
یادو کسانو دا نشه يي توکي د یوې واسطې په وسیله د بدخشان ولایت له کشم ولسوالۍ څخه تخار ولایت ته قاچاق کړي وو.