بلخ کې د حرفوي غلو د یوې ډلې د نیول کېدو برسېره؛ هرات کې درې تنه د انسانتښتونې په تړاو ونیول شول

د بلخ ولایت د امنیه قوماندانۍ منسوبینو د مزارشریف ښار په اړوند مزار - کابل دروازه کې د وسله والو غلو یوه درې کسیزه حرفوي ډله چې په مزارشریف ښار کې یې د غلاو په ګڼو قضیو کې لاس درلود، نیولې ده.
بلخوا؛ د هرات ښار د نهمې ناحیې په اړوند سیمو کې درې تنه د زورواکۍ، د خلکو د ځورونې او انسان تښتونې په تور نیول شوي دي.