د هېواد په پینځو ولایتونو کې ۲۳ تنه د جنايي جرمونو په تړاو ونیول شول

jamil-moi
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۶/۴ - ۱۴:۳۴
7

د کاپیسا، فراه، بلخ، سمنګان او تخار ولایتونو د امنیه قومندانیو منسوبینو د یادو ولایتونو په اړوند سیمو کې د څو جلا عملیاتو په ترڅ کې ۲۳ تنه د قتل، وسله والو غلاو، انسان تښتونې او د نشه يي توکو د پلور په تړاو نیولي دي.
د دې کسانو له منځه؛ د کاپیسا ولایت په نجراب او حصې دوم کوهستان ولسوالیو کې اوه تنه د قتل، انسان تښتونې او د نشه يي توکو د پلور؛ د سمنګان ولایت په ایبک ښار کې څلور تنه د قتل او وسله والو غلاو؛ د فراه ښار د دویمې، درېیمې او څلورمې ناحیو او بالا بلوک او پشترود ولسوالیو کې لس تنه د قتل او غلا؛ په بلخ کې یو غل او تخار کې هم یو قاتل نیول شوي دي.