"د پولیسو ځواکونو د راتلونکي سند" د مسودې په اړه غونډه ترسره شوه

jamil-moi
شنبه ۱۳۹۹/۶/۱ - ۱۸:۴۲
8

نن له غرمې مخکې د کورنیو چارو وزارت د سرپرست محمد مسعود اندرابي له لوري "د پولیسو ځواکونو د راتلونکي سند" په اړه غونډه ترسره شوه.
په دې غونډه کې د کورنیو چارو وزارت د ښوونې او پرسونل معین لوی پاسوال محمد انور بريپال، د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې معین لوی پاسوال محمد هاشم اورتاق، د پالیسي او ستراتیژي معینې حسنا جلیل، د تامیناتو معین محمد ریاض درمل، جنرالانو او رییسانو ګډون کړی و.
"د پولیسو ځواکونو د راتلونکي سند" د کورنیو چارو وزارت د پالیسي او ستراتیژي د معینیت له لوري د یوې څېړنیزې برنامې په ترڅ کې چې د مرکز او ولایتونو د پولیسو منسوبینو او څه باندې ۳۰۰۰ هېوادوالو په کې ګډون کړی و، جوړه شوی دی.
د کورنیو چارو وزارت سرپرست محمد مسعود اندرابي د پولیسو د راتلونکي سند په اړه خوښي وښوده او ویې ویل:"په سند کې ټول یاد شوي ټکي د هېواد د اساسي قانون پر بنسټ دي او د پولیسو دندې په کې مشخصې شوې دي. په دې سند کې زموږ ډېره پاملرنه د قانون پر تنفیذ، له جرمونو سره پر مبارزې، د پولیسو پر تجهیز او له ټکنالوژۍ سره د پولیسو پر عیارولو ده."
"د پولیسو ځواکونو د راتلونکي سند" پر بنسټ به د راتلونکو څلورو کلونو په لړ کې د پولیسو دندې له جګړه ییز حالت څخه د قانون تنفیذ او له جرمونو سره د مبارزې حالت ته واوړي. دا سند سیاسي، اقتصادي او فرهنګي وضعیت ته په کتو سره د پولیسو کاري کړنلاره مشخصوي او پولیس د غوره چوپړتیاو وړاندې کولو ته تیاروي.