د هېواد په درېیو ولایتونو کې د مهماتو د یوې زېرمې د کشف سربېره، څلور کړۍ ماینونه کشف شول

jamil-moi
جمعه ۱۳۹۹/۵/۲۴ - ۹:۵۱
y

د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو د لوګر ولایت په محمداغې ولسوالۍ کې ځينې هدفمند ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې د ترهګرو د جنګي مهماتو یوه زېرمه کشف کړې ده.

له دې زېرمې څخه ۱۰۰ کیلوګرامه امونیم نایترېت، ۱۰ کړۍ بېلابېل ډوله ماینونه او یوه اندازه نظامي مهمات او تجهیزات ترلاسه شوي دي.

همداراز د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو د ارزګان ولایت په مرکز ترینکوټ ښار کې هم د ترهګرو دوه کړۍ ځای پر ځای شوي ماینونو کشف او شنډ کړي دي.

بلخوا د سرپل او میدان وردګو ولایتونو د پولیسو منسوبینو د میدان وردګو په مرکز او د سرپل په سانچارک ولسوالۍ کې دوه کړۍ ماینونه کشف او له چاودنې یې مخنیوی کړی دی.