د هېواد په درېیو ولایتونو کې اته تنه د غلا او ژوبلې په تړاو ونیول شول

jamil-moi
چهارشنبه ۱۳۹۹/۵/۲۲ - ۱۱:۱۶
ف

د کندوز، لغمان او هرات ولایتونو د امنیه قومندانیو منسوبینو د یادو ولایتونو په اړوند سیمو کې د څو بېلو عملیاتو په پایله کې اته تنه د وسله والو غلاو او ژوبلې په تور نیولي دي.
د دې کسانو له منځه د کندوز ښار په دویمې او اتمې ناحیو کې څلور غله، د لغمان ولایت په مرکز مهترلام ښار کې دوه تنه د غلا او ژوبلې او همدارنګه د هرات ښار د لسمې او یوولسمې ناحیو په اړوند سیمو کې هم دوه غله نیول شوي دي.