د هېواد په درېیو ولایتونو کې اوه تنه د جنايي جرمونو په تړاو ونیول شول

jamil-moi
یکشنبه ۱۳۹۹/۴/۲۹ - ۱۴:۱۶
8

د بغلان، لغمان او کندهار ولایتونو د امنیه قومندانیو منسوبینو د یادو ولایتونو په اړوند سیمو کې د څو جلا عملیاتو په ترڅ کې اوه تنه د وسله والو غلاو، د غیرقانوني وسلو لېږدونې او د عام خلکو د ځورونې په تړاو نیولي دي.
د دې کسانو له منځه کندهار کې پینځه تنه د وسله والو غلاو او د غیرقانوني وسلو د لېږدونې په تور، د لغمان ولایت په مرکز مهترلام ښار کې یو کس د غلا او همدارنګه په پلخمري ښار کې هم یو کس د وسایطو د غلا په تړاو نیول شوي دي.