د هېواد په ۸ ولایتونو کې ۲۶ تنه د نشه يي توکو د پلور او قاچاق په تړاو نیول شوي او بدخشان کې د نشه يي توکو یوه کارخونه له منځه وړل شوې
د تېرو ۴۸ ساعتونو په لړ کې د کابل، بغلان، بدخشان، نیمروز، هلمند، پروان، کندوز او ننګرهار ولایتونو د ملي پولیسو منسوبینو په یادو ولایتونو کې د نشه يي توکو ضد ځينې بېل عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې ۲۶ تنه د نشه يي توکو د پلور او قاچاق په تړاو نیولي دي.
د دې کسانو له منځه په پلخمري ښار کې دوه تنه د الکولي څښاکو د پلور، د بدخشان ولایت په مرکز فیض اباد ښار او کشم ولسوالۍ کې د نشه يي توکو دوه پلورونکي، له نشه يي توکو سره د مبارزې ځانګړو ځواکونو د کابل ښار په دولسمه ناحیه کې څلور قاچاقبران، د نیمروز ولایت په زرنج ښار کې د نشه يي توکو اوه پلورونکي، د ننګرهار ولایت په پچیراګام ولسوالۍ او همدارنګه په څلورمې او نهمې ناحیو کې پنځه تنه د نشه يي توکو د پلور او قاچاق، د پروان ولایت د سالنګ ولسوالۍ په مرکز کې دوه تنه د نشه يي توکو د ساتنې او پلور، د هلمند ولایت په مرکز لښکرګاه ښار کې یو کس د نشه يي توکو د پلور او همداراز په کندوز کې د نشه يي توکو درې قاچاقبران نیول شوي دي.
له نیول شویو کسانو څخه د چرسو، تریاکو، هیرویینو او "کا" نشه کوونکو تابلېتونو په ګډون یو اندازه نشه یي توکي هم د پولیسو لاسته ورغلي دي.
بلخوا د بدخشان ولایت په ارګو ولسوالۍ کې هم د هیرویینو د تولید یوه کارخونه د یادو ځواکونو له لوري کشف او له منځه وړل شوې ده.