هرات کې ۳۵ تنه د جنايي جرمونو په تړاو ونیول شول
د هرات ولایت د امنیه قوماندانۍ منسوبینو د یاد ولایت په اړوند سیمو کې د څو جلا عملیاتو په ترڅ کې ۳۵ تنه د هدفي وژنو، وسله والو غلاو، باج اخیستنې او د غیرقانوني وسلو د لېږدونې په تړاو نیولي دي.
دا کسان د تېرو څلورو ورځو په لړ کې له ګڼو بېلابېل ډوله وسلو سره یو ځای نیول شوي دي.