کابل کې ۱۸ تنه د جنايي جرمونو په تړاو ونیول شول

hakimi-moi
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۴/۱۰ - ۱۴:۵۲
1

د کابل ولایت د امنیه قوماندانۍ منسوبینو د کابل ښار او ولسوالیو په بېلابېلو سیمو کې د څو جلا اوپراتیفي عملیاتو په ترڅ کې ۱۸ تنه د جنايي جرمونو په تړاو نیولي دي.
یاد کسان د کابل ښار د دویمې، پینځمې، اومې، دولسمې او دیارلسمې ناحیو او پغمان، بګرامي، چهاراسیاب، سروبي او قره باغ ولسوالیو په اړوند سیمو کې د وسله والو غلاو، وژنې، شکونې، ژوبلې، د عامه امن او نظم د اخلال او د غیرقانوني وسلو د لېږدونې په تړاو نیول شوي دي.
له نیول شویو کسانو څخه درې میله تفنګچې، دوه قبضې لاسي بمونه او یوه پایه مخابره هم د پولیسو لاسته ورغلي دي.