د هېواد په درېیو ولایتونو کې ۳۷ ترهګرو طالبانو ته مرګ ژوبله واوښته

jamil-moi
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۴/۱۰ - ۹:۵۰
6


ترهګرو طالبانو د زابل، لوګر او غور ولایتونو په اړوند سیمو کې د تېرې یوې شپې ورځې په لړ کې د ملي امنیتي ځواکونو پر پوستو بریدونه کړي، چې د ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو له کلکو ځوابیه غبرګونونو سره مخ شوي او په ترڅ کې يې د ترهګرو طالبانو د یوه مهم قوماندان شکېب په ګډون ۲۲ ترهګر طالبان وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان دي.
یادې نښتې د زابل ولایت په مرکز کلات ښار، د لوګر ولایت په مرکز پل علم ښار او د غور ولایت په مرکز فېروز کوه ښار کې رامنځته شوې دي.
د یادونې وړ ده چې په دې نښتو کې ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو ته کوم زیان ندی اوښتی.