کونړ کې څلور داعش ترهګر له یو شمېر سپکو او درنو وسلو سره ونیول شول

hakimi-moi
یکشنبه ۱۳۹۹/۴/۸ - ۱۷:۲۰
1

د کونړ ولایت د امنیه قوماندانۍ ځانګړې قطعې په سرکاڼو ولسوالۍ کې د ترهګرۍ ضد یو لړ عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې يې د داعش څلور مهم غړي نیولي دي.
یاد کسان تېره ورځ په بابړه کلي کې له یو شمېر سپکو او درنو وسلو سره یو ځای نیول شوي دي.
د یادونې وړ ده چې تر دې دمخه هم په کونړ کې څه باندې ۶۰ داعش ترهګر دولت ته تسلیم شوي او ګڼ شمېر نور یې بیا د امنیتي ځواکونو د عملیاتو په پایله کې ژوندي نیول شوي دي.