غور کې ۲۹ ترهګرو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

jamil-moi
یکشنبه ۱۳۹۹/۴/۸ - ۹:۱۹
9


د غور ولایت په ساغر ولسوالۍ کې د ملي امنیتي ځواکونو او ترهګرو طالبانو تر منځ نښته کې ۱۴ ترهګر طالبان وژل شوي او ۱۵ نور ټپيان دي.
ترهګرو طالبانو تېره شپه له څو خواو په ساغر ولسوالۍ بریدونه کړي، چې د ملي امنیتي ځواکونو له کلکو ځوابیه بریدونو سره مخ شوي او پر شا تمبول شوي دي.
د یادونې وړ ده چې پدې نښته کې له خاورې او خلکو د سپېڅلې دفاع په لار کې درې سیمه ییز پولیس شهیدان شوي او درې نور ژوبل شوي دي.