د هېواد په څلورو ولایتونو کې له نهه خونړیو پېښو مخنیوی شوی
د ملي پولیسو منسوبینو تېره ورځ په ننګرهار، غزني، کاپیسا او پکتیا کې د ترهګرو د نهه کړیو ځای پر ځای شویو ماینونو له چاودنې مخنیوی کړی دی.
ترهګرو په جلال اباد ښار کې یوه استوګنیز کور ته څېرمه یو کړۍ ماین، د غزني ښار د شپږمې امنیتي حوزې په اړوند سیمو کې یو کړۍ ماین، د کاپیسا ولایت د کوهبند ولسوالۍ په ملنګ خېل دره کې یو کړۍ ماین او همدارنګه د پکتیا ولایت په سیدکرم ولسوالۍ او ګردېز ښار کې شپږ کړۍ ماینونه د ترورېستي بریدونو په موخه ځای پر ځای کړي وو.
د یادو ماینونو په کشف او شنډ سره له ګڼو ملکي مرګ ژوبلو او ترهګریزو پېښو مخنیوی شوی دی.