درېیو ولایتونو کې شپږ تنه د نشه يي توکو د پلور او قاچاق په تړاو ونیول شول

jamil-moi
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۴/۳ - ۱۱:۵۵
ف


تېره ورځ له نشه يي توکو سره د مبارزې منسوبینو د هلمند، سرپل او خوست ولایتونو په اړوند سیمو کې د څو جلا عملیاتو په ترڅ کې شپږ تنه د نشه يي توکو د پلور او قاچاق په تړاو نیولي دي.
د یادو کسانو له منځه په هلمند کې یو کس له ۲۰ کیلوګرامه تریاکو او یو میل وسلې، د سرپل ولایت د مرکز په اړوند سیمو کې هم یو کس له ۲۰ کیلوګرامه تریاکو او همداراز د خوست ولایت د مرکز په اړوند پرتو سیمو کې بیا څلور تنه له یو اندازه نشه يي توکو سره نیول شوي دي.