پنځو ولایتونو کې له شپږو خونړیو پېښو مخنیوی شوی

ملي پولیسو په زابل، کابل، پکتیا، پروان او کونړ ولایتونو کې د ترهګرو د شپږو کړیو ځای پر ځای شویو ماینونو له چاودنې مخنیوی کړی دی.
ترهګرو د زابل په مرکز کلات ښار کې دوه کړۍ ماینونه، د کابل ښار په پنځلسمې ناحیې کې یو کړۍ ماین، د پکتیا په احمدابا ولسوالۍ کې یو کړۍ ماین، د پروان په بګرام ولسوالۍ کې یو کړۍ ماین او د کونړ ولایت د سرکاڼو ولسوالۍ په اړوند سیمو کې هم یو کړۍ ماین د ترورېستي بریدونو د ترسراوي په موخه ځای پر ځای کړي وو، چې هدف ته له رسېدو مخکې د پولیسو لخوا پر وخت کشف او له منځه وړل شوي دي.
د یادو ماینونو په کشف او شنډ سره له ګڼو ملکي مرګ ژوبلو او ترهګریزو پېښو مخنیوی شوی دی.