ننګرهار کې یو شمېر وسلې، مهمات او نشه يي توکي کشف او ترلاسه شول

jamil-moi
پنجشنبه ۱۳۹۹/۳/۲۹ - ۹:۵۸
6


د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو د ننګرهار ولایت د رودات ولسوالۍ په اړوند سیمو کې یو لړ هدفمند عملیات ترسره کړي.
د یادو عملیاتو په ترڅ کې څلور میله کلاشینکوفونه، ۲۷۰ ډزه ګولۍ، اوه عدده شاجورونه او ۲۸ کیلوګرامه تریاک هم ترلاسه شوي دي.
د دې قضیې په تړاو تر اوسه څوک ندي نیول شوي، خو د عاملینو د نیولو په پار د پولیسو ګړندۍ هڅې روانې دي.