هلمند کې د ترهګرو طالبانو برید پر وړاندې د امنیتي ځواکونو په ځوابیه برید کې ۵ ترهګر طالبان وژل شوي او ۳ نور ټپيان دي

hakimi-moi
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۳/۲۷ - ۱۶:۵۸
6

ترهګرو طالبانو د هلمند ولایت د نهرسراج ولسوالۍ په سپین جومات سیمه کې پر امنیتي ځواکونو بریدونه کړي، چې د امنیتي ځواکونو د ځوابیه برید په پایله کې پینځه ترهګر طالبان وژل شوي او درې نور ټپیان شوي دي.

د امنیتي ځواکونو او ترهګرو طالبانو تر منځ د نښتې پر مهال د ترهګرو یو شمېر سپکې او درنې وسلې او مهمات هم ترلاسه شوي دي.
د یادونې وړ ده چې په یاده نښته کې امنیتي ځواکونو ته کوم زیان ندی اوښتی.